ملگري ملتونه په سوريه کي د جگړې د پاي ته رسيدو په هکله د ښکيلو خواوو ترمنځ د خبرو د بيا پيلولو هڅه کوي
ملگري ملتونه په سوريه کي د جگړې د پاي ته رسيدو په هکله د ښکيلو خواوو ترمنځ د خبرو د بيا پيلولو هڅه کوي
د ملگرو ملتونو وياند له دي سره ويلي: د سورييې په جگړه کي له ټولو ښکيلو ډلو او ددوی له ملاتړو هيوادونو غوښتل شوي، ترڅو د جينيو په مشورتي ناسته کي گډون وکړي
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي(اسټیفن دمستورا) د سوریې له دولت، ددوی له وسله والو مخالفینو او د سیمه ایزو لوبغاړیو هیوادونو څخه غوښتي، ترڅو د جینو په هغه ناسته کې ګډون وکړي کوم چې ټاکل شوې په سوریه کې د ستونزې د هواری په موخه په لاره واچول شي.
د ملګرو ملتونو ویاند(احمد فوزي) خبریالانو ته ویلي: په جینو کې د ناستې تر سره کیدل د پخلاینې خبرو د پیل په مانا نه دي، بلکې ددې ناستې موخه د سولې خبرو ته د لارې هوارولو په هکله دمشورو تر لاسه کول ده.
د سوریې دولت او ددوی د وسله والو مخالفینو ترمنځ په دوه زره دولسم او دوه زره څوارلسم کلونو کې په دوه پړواونو کې د پخلاینې خبرې پيل شوې، خو نتیجه یي نه درلوده. فوزي ویلي: د سوریې کورونۍ جګړې تر اوسه د سلګونه زره کسانو ژوند اخستی.
په دې جګړه کې په میلیونونه سوریان کډوالی ته اړ شوي او ملګري ملتونه نشي کولای په پټه خوله دا ټولې ستونزې ننداره کړي. ده ویلي، په دې هکله هڅې به شپږ میاشتې دوام وکړي او اسټیفن دمستورا به د جون میاشتې په وروستیو کې په دې هکله خپل ریپوټ د ملګرو ملتونو لوی منشي ته وړاندې کړي. ده ویلي پّ دې ناسته کې ایران ته هم بلنه ورکړل شوې، هغه هیواد ته چې دده په وینا، په سیمه کې لوی لوبغاړی دی. تراوسه د سوریې په جګړه کې دوه سوه شل زره کسان وژل شوي او ددې هیواد د بشر حقونو ځانګې ویلي یواځې په تیره میاشت کې، د دولتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښتو کې له دوه زره دوه زره دوه سوه ډير کسان وژل شوي دي.