په لندن کې په یوه خپور شوی راپور کې ادعا شوې ده چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې خښ کړای شوی دی.

د پولټزر جایزې ګټونکي ژورنالیست سیمور هیریش (Seymour Heresh) په یوه مقاله کې، چې په (London Review of Books) کې خپره شوې ده، ویلي چې بن لادن سمندر ته نه دی غورځول شوی.

ده د امریکا او پاکستان د پخوانیو استخباراتي مامورینو په حواله ادعا کړې ده چې سپینې ماڼۍ او سي آی اې د بن لادن د وژلو د څرنګوالي او اوبو ته د هغه د غورځولو په باب دروغي معلومات خپاره کړي دي.

هیریش زیاتوي، په ایبټ اباد کې د بن لادن د اوسېدو ځای د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي امریکایانو ته په دې هیله ورښودلی و چې د بن لادن پر سر ۲۵ ملیون ډالره جایزه ترلاسه کړي.

لیکوال دغه راز ویلي چې د وژل کېدو په ورځو کې د القاعده شبکې له نورو غړیو سره د بن لادن تماس پرې شوی و، بن لادن نور د القاعده شبکې رهبري نه کوله او نه هم د ده په کور کې د پام وړ استخباراتي معلومات ترلاسه شوي دي.

بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال د مې میاشتې په پیل کې د پاکستان په ایبټ کې د کاکول پوځي اکاډیمۍ ته څېرمه د امریکايي کومانډو ځواکونو له لوري ووژل شو.

په نورو راپورونو کې ویل شوي چې د پاکستان د هماغه وخت د استخباراتو ريیس جنرال احمد شجاع پاشا د بن لادن د اوسېدو له ځایه خبر و.

همداراز ویل شوي چې د لشکرطیبه مشر او موسس حافظ محمد سعید هم په منظم ډول له بن لادن سره په تماس کې و.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *