محقق ویلي د ۱۹برمته شویو مسافرو په بدل کې معامله نه ده شوې
محقق ویلي د ۱۹برمته شویو مسافرو په بدل کې معامله نه ده شوې
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وایې، هغه راپورونه سم نه دي چې ګڼې نولس خوشې شوي مسافر دې له وسله والو سره تبادله شوي وي.
محمد محقق نن (دوشنبه) له ازادي راډیو سره خبرو کې د نولسو مسافرو خوشې کیدل تائید کړه او هیله یې څرګنده کړه چې پاته کسان هم ژر راخوشې شي.
د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وایې، د هغو وسله والو د کورنیو غړې چې په وروستیو کې په بدخشان کې نیول شوي وو، د انسان دوستی له مخې خوشې شوي دي.
ښاغلي محقق د دوشنبه په ورځ خبره رد کړه، چې د وسله والو له لوري د نولسو برمته شویو مسافرو په بدل کې دې حکومت کومه معامله کړې وي:
((کوم زنداني له دوی سره نه دی تبادله شوی. دا هغه ماشومان او ښځې وې چې د حکومت په میلمستونونو کې ساتل کیدل.
هغوی د انساني دلایلو له مخې خوشې شوي خو دا چې زنداني دې ورسره تبادله شوی وي، داسې نه ده.))
د غزني د ولایتي شوار چارواکي وایې، د یو دیرشو برمته شویو مسافرو څخه نوولس یې د دوشنبې په سهار د غزني او زابل د قومي مشرانو په منځګړتوب او د هغوی د هڅو په نتیجه کې راخوشې شوي دي.
۳۱ یرغمل شوي مسافر نږدې دوه نیمې میاشتې مخکې د کابل- کندهار پر لویه لاره د زابل په شاجوۍ ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له لوري وتښتول شول.
په همدې موده کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو او مدني فعالانو مظاهرې وکړې او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کیدو لپاره جدي اقدامات وکړي.
افغان حکومت د دغو مسافرینو د خوشې کولو لپاره درې ځلي په زابل کې عملیات وکړل چې لاهم د بدرپه نوم عملیات د زابل او غزني په ځينو سیمو کې دوام لري.
په وروستیو کې ځیني ویډیوګانې هم خپرې شوي چې ښیې دا مسافرپه سیمه کې د ازبک وسله والو له لوري تښتول شوي و.
افغان امنیتي ځواکونو هم وویل، چې په زابل او غزني کې د وروستیو عملیاتو په نتیجه کې زیات شمېر وسله وال ووژل شول چې اکثره یې بهرنیان و.
په ورته وخت کې د دغو مسافرینو کورنیو چې په کابل کې یې د تحصن خیمه درولې، له ازادي راډيو سره خبرو کې د نولسو یرغمل شویو کسانو په خوشې کیدو خوښي څرګنده کړه خو له دولته یې وغوښتل چې پاته کسان هم راخوشې کړي:
(( وروسته له دوو دوه نیمو میاشتو ډیر خوشحاله یم.
زموږ غوښتنه ۳۱ کسان دي، د دغو دولسو پاته کسانو له زړونو هم خدای خبر دی.))
داسې ضد او نقیض راپورونه هم شته چې، له دغو یو دیرشو مسافرینو څخه یو تن یې مړ شوی. خو نه حکومت او نه هم یرغمل نیونکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
خلک هم د دغو مسافرو په خوشې کیدو خوښ دي، خو په ورته وخت کې اندیښنه څرګندوي، چې ښایې وسله وال له دې وروسته د خپلو ملګرو د خوشې کیدو لپاره دا ډول یرغمل نیونې زیاتي کړي او له دې سره د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ پيښ نه شي.