افغاني توکی د پاکستان په نامه پلورل کیږي
افغاني توکی د پاکستان په نامه پلورل کیږي
له هيواده يو شمير صادريدونکي توکي په نړيوال بازار کي د پاکستان په نامه پلورل کيږي
د غزني ولايت دسوداگری او صنايع خونې مسولين د پاکستاني سوداگرو دا کړنه غندلې او پر مخنيوي يې ټينگار کړی دی
د غزني ولایت د پام وړ سوداګریز توکي آلو بخارا او د څارویو پوستکی دی چې په بهرنیو بازارنو کې ځانګړی ځای لري. د غزني سوداګری خونې مسولین وایي: د غزني ولایت دا توکي پاکستاني سوداګرو د خپل هیواد د مارک له مخې پلوري.
پاکستان مخکې له دې هم د افغاني توکیو په صادراتو کې او په خپل نامه په پلورولو کې خلاص لاس درلود له دې خخه د پاکستان په نامه د افغاني غالیو له صادراتو نوم اخستلی شو
خړو غزني د سوداګری خونې ریس وایي: دوی غواړي د چین په شانګهای ښار کې د سوداګری یو ګډ دفتر پرانیزې چې له مخې به یي د افغاني او چینایي سوداګرو ترمنځ اړیکې پراخې او همدارنګه افغاني توکیو پلورولو ته به لاره هواره شي.
غزني د هیواد له هغه ولایتونو ځه دی چې د کرنې اړخ یي ډير غني دی او د نړۍ په بازارانو کې د غزني ولایت سودګریز توکي ښه ځای لري.