بوکوحرام په ټول وژنه لاس پورې کړی

د ناجريا په شمال ختيځ کې د بوکوحرام په بريد کي له دوه سوه ډير کسان وژل شوي دي. دولتي چارواکيو ويلي قربانيان د کليواوسيدونکي وو او په تيرو وروستيو دريو ورځو کي د بوکو حرام له لوري وژل شوي دي

له ناجریا څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې. دډې هیواد په شمال ختیځو سیمو کې د بوکوحرام وسله والو په بریدونو :ې له دوه سوه ډیر کسان وژل شوي او له سلو زیات ټپیان دي. د ریپوتونو له مخې وسله والو د تیرې جمعې په ورځ په یو شمیر کلیو بریدونه کړي او کله چې امنیتي ځواکونه له دې سیمو په شا شول وسله وال کلیو ته په ننوتلو سره دیر کسان قتل عام کړل. د ناجیریا چارواکیو ویلي:

په دې بریدونو کې لږ تر لږه شپږو میرمنو چې ځانمرګي وې ګډون کړی وو چې د ښځو او ماشومانو تر ځنګ یي ځانونه الوځولي دي. د ریپوټ پر بنسټ، وسله والو د خلکو کورونه او مالونه غلان کړي او دیری نور یي سوځولي دي د ریپوټ پر بنسټ له تیرې چهار شنبې راهیسې بوکوحرام پوځیانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او د روژې مبارکې میاشتې پر مراسمو یي هم بریدونه کړي دي

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *