د برازیلي چارواکیو پر وړانډې د امریکاجاسوسي

امريکا د برازيل ولسمشر او نورو لوړ پوړيو چارواکيو پر وړاندې جاسوسي کړې ده. د ويکي ليکس ويب سايټ ويلي: د امريکا ملي ا منيت جاسوسانو د برازيل ولسمشر په گډون د يو شمير لوړ پوړيو چارواکيو تلفوني خبرې څارلې دي

د ویکي لیکس وبسایټ له لوری د خپاره شوي ریپوټ له مخې، د امریکا ملي امنیت ادارې د برازیل ولسمشرې میرمن دیلما روسف، د دفتر ریس سکرتر او یو شمیر نورو برازیلي چارواکیو تلفوني خبرې څارلې او اوریدلې دي. ویکی لیکس په دې ریپوټ کې له نهه ویشتو ټلفوني اړیکو چې د برازیل د ولسمشرې او نورو لوړ پوړیو چارواکیو اړوند دي نوم اخستی ویلي یي دي. ارمیکایانو د میرمن دیلمان روسف خبرې حتی دده په څانګړې الوتکه کې اوریدلې دي. د ویکي لیکس له لوري د برازیلي چارواکیو پر وړاندې له جاسوسی څخه په داسې حال کې پرده پورته کیږي چې ددې هیواد ولسمشرې څو ورځې وړاندې له واشنګتنه لیدنه درلوده.

په دوه زره دریم کال کې هم د امریکا له لوري د جاسوسی په هکله ریپوټونه خپاره شول چې له امله یي د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې او امریکا ته د برازیل د ولسمشرې د سفر پلان لغوه شو. دیلماروسف امریکا ته د خپل سفر پر مهال د دوی پر وړاندې د امریکا د جاسوسی یادونه کړې وه ویلي یي وو اوس دوی فکر کوي چې هر څه به سم وي او امریکا به د خپلو ملګرو پر وړاندې له جاسوسیه لاس اخستی وي.

بله خوا آلمان یو ځل بیا له امریکا غوښتي ترڅو د المان چارواکیو پر وړاندې ددې هیواد له لوري د جاسوسی په هکله مالومات ورکړي دوی ویلي امریکایان باید په دې برخه کې له ریښتینولی او صداقت څخه کار واخلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *