ملي امنیت ځواکونو د ترهګرو یوه ۴ کسیزه ډله نیولې ده

د ملي امنيت ځواکونو پر ولسمشری ماڼۍ، ملي دفاع وزارت او په کابل کي د بهرنيانو پر دوه پڼډغاليو د بريد پلان شنډ کړی دی. ملي امنيت لوي رياست ويلي: دوی يوه څلور کسيزه ډله چي دا دنده ور سپارل شوي وه نيولې ده

د ملي امنیت لوی ریاست له لوري نن په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: د ترهګرو یوې څلور کسیزې ډلې چې غوښتل یې پر ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي دفاع وزارت او په کابل کې د بهرنیانو پر دوه پنډغلیو بریدونه تر سره کړي نیول شوې ده. دوی ویلي نیول شوي کسان د پیښور شورا غړي دي او د کابل له اتمې ناحیې نیول شوي، دوی ته د قاري اسحق چې د کابل لپاره د طالبانو تش په نامه والي دی له لوري دنده ور سپارل شوې وه ترڅو په ولسمشرۍ ماڼۍ، ملي دفاع وزارت او په کابل کې د بهرنیانو پر دوه پنډغالیو بریدونه ورکړي.

د خبر پاڼې له مخې نیول شویو کسانو له ترهګریزو توکو د کار اخستنې زدکړې د پولې پورې غاړه د تیرا په سیمه کې تر لاسه کړې او د کابل په اتمه ناحیه کې له دوی څخه د ځانمرګي برید یوواسکټ پنځه نښلونکي بمونه، چاودیدونکي کپسول او اوه سیټه هغه موبایلونه چې په چاودنو کې ترې کار اخستل کیږي تر لاسه شوي . د ملي امنیت لوی ریاست ویلي: نیول شوي کسان عبیدالله د عبدالحنیف زوی، ضیاالرحمن د غلام مصطفی زوی، اجمل د عصمت خان او شریف الله د قاسم خان زوی دي. نیول شویو کسانو په کابل ښار کې په ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *