د ټاکنو سمون کميسيون خپلي مشورتي ناستې له پکتيا او بلخ ولايت څخه پيل کړې دي

په همدي موخه په بلخ ولايت کي په تر سره شوې ناسته کي گډونوالو د تاکنيز سيستم پر بدلون او د اړوندو کميسيونو د غړيو د ټاکنې پر سمون ټينگار کړی دی

د ټاکنو سمون کمیسیون دسمون لپآره غیر معمولي لاره خپله کړې ده ترڅو وکولای شي د ټاکنو اړوندو کمیسیونو کې د وړو کسانو ګمارنې ته لاره هواره کړي. ددې کمیسیون یو شمیر غړي بلخ ولایت ته تللي ترڅو په مزار شریف کې په دې هکله د یو شمیر هیوادوالو نظر له ځان سره ولري. ټاکل شوې ددې کمسیون غړي نورو ولایتونو هم سفر ورکړي ترڅو د ټاکنو په اړوندو کمیسیونو کې د سمون په تړاو ددوی غوښټنې او نظرونه خپل کړي.

یو شمیر کار پوهان په دې آند دي چې د ټاکنو په اړوندو کمیسیونو کار کول باید د متخصصو کسانو له لوري تر سره شي او د مشورې له لارې شونې نه ده چې دې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا شي او د مشورو له مخې نه شي کیدای چې د ټاکنو اړوندو کمیسیونوته په کار پوه او وړ کسان په نښه شي.

دې ته په کتو سره باید په دې تمه پاتې شو چې د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د سمون کمیسیون له لوري له مشورو وروسته به دې ستونزې ته د حل یوه لاره پیدا شي او که نه؟

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *