د سوریې دولت او ددوی وسله والو مخالفینو په اته څلویښت ساعته اوربند هوکړه کړې ده
د سوریې دولت او ددوی وسله والو مخالفینو په اته څلویښت ساعته اوربند هوکړه کړې ده. دا هوکړه اړو کسانو ته د خوړو او درملو د رسونې په موخه د دوه ورځو لپاره شوې ده. ددې هوکړې له مخې په جګړه کې ښکیلې دواړه خواوې به تر اته څلویښت ساعتونو په زبداني ښار چې له لبنان سره ګډې پولې ته نږدې پروت دی او کفریا ښارونو کې اوربند ته غاړه کیږدي. دا هوکړه د سوریې دولت النصرې جبهې او احرار الشام تر منځ شوې ده. له دې سره د سوریې بشر حقونو سازمان ریپوټ ورکړی چې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د زبداني فوا او کفریا ښارونو څخه د وسله والو د وتلو په هکله خبرې روانې دي.