ترکيه د سوريي په خاوره کي د ممنوع الوتني سيمي د رامنځ ته کولو هڅه کوي
ترکيه د سوريي په خاوره کي د ممنوع الوتني سيمي د رامنځ ته کولو هڅه کوي د ترکيي لومړي وزير ويلي: دوی د امريکا په مرسته د سوريي کډوالو د امنيت په موخه دا پريکړه کړې ده. بله خوا د سوريي دولت او ددوی وسله والو په دريو ښارونوکي په اته څلويښت ساعته اوربند هوکړه کړې
د ترکیی لومری وزیر احمد داود اغلو له یوی نړیوالی رسنی سره په مرکه کې د سوریې په شمال کې د ممنوع الوتنې سیمې د رامنځ ته کیدو له هڅو خبر ورکړی ویلي یې دي، انقرې دا پریکړه د امریکا په خوښه د سوریې کډوالو د امنیت خوندي کولو په موخه کړې ده. اوس مهال دوه میلیونه سوریان ترکیې ته کډوال شوي دي. د ترکیې لومړي وزیر د سوریې ستونزې د هواری په تړوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا نیوکه کړې او له داعش د ملاتړو په هکله پر ترکیې لږیدلی تور رد کړی دی. ترکیه او امریکا له څه مودې راهیسې هڅه کوي ترڅو له ترکیې سره ګډې پولې ته نږدې د سوریې په خاوره کې د ممنوع اولوتنې سیمه رامنځ ته کړي.