غزني جاغوريو ولسوالي۱۲ تنه اوسيدونکي تيره ورځ د قرباغ دښتي اړوند سيمه کي تښتول شوي دي

د جاغوريو ولسوال وايي، له دي کسانو دوه تنه يي په تيښته بريالي شوي خو د نورو برخليک نه دی روښانه

دا په داسي حال کي ده چي دري ورځې وړاندې ددي سيمي د دريو تښتول شويو کسانو مړي تر لاسه او کورنيو ته يي سپارل شوي دي

له څه مودي راهيسي د غزني ناهور، قرباغ، مالستان او جاغوریو لارې ناامنه شوې دي او تل ددې ولسوالیو له اوسیدونکو چې ښار ته تګ راتګ کوي قرباني اخستل کیږي

په دې ډول وروستی پیښه کې تیره ورځ ناوخته د جاغوریو ولسوالی ۱۲ اوسیدونکي چې له ښاره د ولسوالی په لور روان وو ددې ولایت د قرباغ له دښتې د وسله والو مخالفینو له لوري تښتول شوي دي. د جاغوریو ولسوال ظفر شریف وایي: له دې دولسو کسانو څخه دوه تنه یي په تیښته بریالي شوي او پاتې نور اوس هم په بند کې وخت تیروي.

د جاغوریو ولسوال په وینا د سیمه ایزو مشرانو او مخورو له هڅو سره دا تر اوسه نه ده روښانه چې تښتول شوي کسان په کوم لوري بیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د هغه څلورو کسانو مړي موندل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي کوم چې په چغتو ولسوالی کې تښتول شوي وو.

د جغتو ناهور قرباغ جاغوریو او مالستان امنو ولسوالیو ته غځیدلې لارې ډيرې ناامنه شوې او نږدې هره اونۍ ددې ولسوالیو اوسیدونکي په دې لارو قرباني کیږي. اوس طالبانو هغه سیمو ته مخه کړې کوم چې ټول ګټې پروژې پکې روان دي او ددې پروژو په اړه له سیمه ایزو خلکو څخه د پیسو د تر لاسه کولو غوښتنه کوي.

د طالبانو وروستی ګواښ د قرباغ ولسوالی د اوسیدونکو په هکله وو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *