د پاکستان اسلام آباد کي تير کال دعمران خان او طاهر قادري په مشري لاريونونه د آي ايس آي جنرالانو په لارشونه د نواز شريف حکومت د نسکورولو په موخه په لاره اچول شوي وو

د نواز شريف کابيني يوه غري مشاهدالله خان ويلي په دي هکله عمران خان طاهر قادري او د آي ايس آي يو شمير غريو په لندن کي په دي هکله سره خبري کري دي

سناتور مشاهدالله خان په اسلام آباد کي د پراخو لاريونو په لومري کليزي سره چي د عمران خان په مشري د تحريک انصاف او طاهر قادري په مشري د يوه بل مذهبي گوند له لوري په لاره اچول شوي وو ويلي دا لاریونونه د هغهې مهال د آی ایس آی د ریس جنرال ظهیر الاسلام عباسی په لارښونه په لاره اچول شوي وو چې موخه یي د نواز شریف په مشری د حکومت نسکورول وه.

ده په لندن کې د عمران خان طاهر قادری او د آی ایس آی جنرالانو له لیدنې خبر ورکړ وویل ددوی د ملکي اسختباراتي ادارې له لوري د جنرال عباس غږیز پیام هم تر لاسه شوی او په دې کلپ کې ده د لومری وزیر پر دفتر د برید او د غلا کولو حکم صادر شوی دی   د اقلیم بدلون وزیر مشاهدالله خان ویلی عباسی د لومری وزیر دفتر ته ورغوښتل شوی وو او ده د لومری وزیر او د پوځ د مشر پر وړاندې دا منلې چې دا غږ دده دی. ددې پاکستاني چارواکي په خبره له دې چلوټې د پاکستان د پوځ مشر بې خبره وو او غوښتل یې په دې سره د لومړي وزیر او پوځ تر منځ اختلافات را پورته کړي.

ده د اګست په میاشت کې د لومړي وزیر له ماڼیه د نواز شریف او دده د کورنۍ وتلو ته په نغوتې سره وویل هغه مهال دوه موتره چې په هره یوه کې یې پنځه ویشت میله کلاشنکوفونه وو د لومړي وزیر د میشت ځای په لور روان شوي وو او سیمې ته د لاریون کونکو له رسیدو مخکې ځآی پر ځای شوي

له دی سره د پاکستان د پوځ ویاند او د اطلاعاتو وزارت د مشاهدالله دا څرګندونې رد کړې او لمومړي وزیر له ده څخه غوښتي ترڅو په دې ه کله ډير مالومات ورکړي. مخکې له دې هم څو ځله پاکستاني پوځیانو د ملکي حکومت پر وړاندې په کودتا لاس پورې کړی وو د وروستی خل لپاره جنرال پرویز مشرف د نولس سوه نهه نویم کال په اکتوبر میاشت کې په سپینې کودتا سره د نوازشریف پر وړاندې کودتا وکړه او دده حکومت یي نسکور کړ.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *