له ايران سره له اټومي هوکړې وروسته امريکا په اروپا کي د توغنديو ضد سيستم د پريشودلو لپاره هيڅ ډول دليل نلري

د روسيي بهرنيو چارو وزير مرستيال ويلي، که چيري امريکا خپل دي پلان ته وده ورکړي کيداي شي روسيه د ستراتيژيکو وسلو د مخنيوي له تړونه وخي او د برابرښت لپاره ځيني گامونه پورته کړي

د روسيي بهرنيو چارو مرستيال وزير سرګي ریابکوف ویلي: له ایران سره د اټومي هوکړې وروسته په اروپا کې د توغندیو ضد سیستم ځای پر ځای کول کومه مانا نلري. ده له خبریالانو سره په خبرو کې خبرداری ورکړ که چیرې امریکا دې کار ته دوام ورکړي روسیه به اړ شي ترڅو د ستراتیژیکو وسلو له تړونه ووځي او د برابرښت په لور ګام پورته کړي.

مخکې له دې د روسیې بهرنیو چارو وزیر د امریکا پر ولسمشر بارک اوباما تور پورې کړ چې په اروپا کیې د توغندیو ضد سیستم د ځای پر ځای کیدو په هکله له ریښتینولیه کار نه دی اخستی. روسي چارواکي د توغندیو دا ضد سیستم د روسیې پر وړاندې بولي. په همدي توګه ویلیم استیونز چې په مسکو کې د امریکا د سفارت ویاند دی ویلي، که چیری له ایران سره هوکړه په بشپړه توګه پلې هم شي بیا هم دډې هیواد له لوري د توغندیو ګواښ شتون لري او په اروپا کې د امریکا توغندیو ضد پلان دوام ولري.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *