افغانستان په کرکټ کې سعودي ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د اسیا غوره لیګ سیالیو په لړ کې سعودي عربستان ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې څلورمه بریا خپله کړه.

د کرکټ بورد لوبډلې وياند فريد هوتک وويل چې د لوبې پجه سعودي عربستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه.

هغه وايي چې د سعودي عربستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۴ اورونو کې ۱۵۷ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۵۸ منډو هدف ورکړ.

دى وايي چې د افغانستان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې له لوري مسلم موسی ۴، ضیاالرحمن ۳ او رشید خان د سعودي عربستان دوه لوبغاړي وسوځول.

د هوتک په وينا، د هېواد ملي ۱۹ کلنې لوبډلې یاد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اوولسم اوور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

دى وايي چې د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځي یو ځل بیا په زړه پورې لوبه وکړه او ۹۸ منډې یې جوړې کړې، د ده ترڅنګ نوید عبید هم ښه لوبه وکړه او ۳۷ منډې يې جوړې کړې.

په دغو سیالیو کې دا د افغانستان پرله پسې څلورمه بریا وه، تر دې مخکې افغانستان کویټ، نیپال او متحده عربي اماراتو لوبډلې هم له ماتې سره مخ کړې وې.

د هېواد ۱۹ کلنو ملي لوبډله به خپله وروستۍ لوبه د وږي په ۱۲مه له کوربه هېواد مالیزیا سره ترسره کوي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس نسیم الله دانش، اجراییوي ريیس شفیق الله ستانکزی او ټول اداري کارکوونکي د سعودي عربستان پر وړاندې د هېواد د ۱۹ کلنو لوبډلې د سترې بریا مبارکي ټول ولس ته وړاندې کوي.

نسیم الله دانش وایي، د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پرله پسې بریا دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د وړتیاوو کمی نشته او کرکټ په هېواد کې روښانه راتلونکی لري.

شفیق الله ستانکزي هم د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د وړتیاوو د ستاینې تر څنګ هیله څرګنده کړه چې دوی به یو ځل بیا د دې سیالیو اتلولي خپله او هېوادوالو ته به خوښي ورپه برخه کړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *