هلمند کې هوايي بريدونو ٥٨ وسله وال وژلي

د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو په ترڅ کې د درېيو قوماندانو په ګډون ٥٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عبدالقیوم بارک وويل چې پرون او وړمه ورځ بهرنيو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر پتنځايونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دې ولسوالۍ په پوپلزيو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د طالبانو د قوماندان ملا ظاهر په ګډون ۲۷ طالبان وژل شوي دي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د بارک په وينا، د دې ولسوالۍ په مالګير سيمه کې هم بهرنيو ځواکونو هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د طالب قوماندان مولوي سراج په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې د ګرشک ولسوالۍ په ادم خان سيمه کې هم بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو يو کرولا موټر په نښه کړى چې په ترڅ کې يې څلور طالبان وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((طالبانو غوښتل چې په دې ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي خو د ايساف ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل او ووژل شول.))

د هلمند د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دوهم څارن شاه محمد اشنا پژواک ته وويل چې بهرنيو ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په نهر سراج سيمه کې هم هوايي بريدونه کړى چې په ترڅ کې يې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز اشنا وايي چې بهرنيو ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ کوفکه او شاول سيمو کې هم بريدونه کړي دي چې په ترڅ کې د طالب قوماندان دادالله په ګډون دوولس طالبان وژل شوي دي.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير سيمې اوسېدونکي تورجان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د طالبانو تر څنګ درى عام وکړي هم وژل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په داسې حال کې د ملکي وګړو په یوه موټر هوايي بمبار شوی دی چې د طالبانو له موټر سره یو ځای له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.))

په لښکرګاه کې د کرکټ بورډ مسوول محمد حسین پولاد بيا وايي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله د جان اغا پردېس په نوم د چاه انجیر د کرکټ لوبډلې يو لوبغاړی هم وژل شوی دی.

د ده په وینا، چې جان اغا لومړی ټپي شوی و خو وروسته يې په لاره کې سا ورکړې ده.

وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو د ياد بريدونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي چې طالبانو په مارجې او نادعلي ولسواليو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال څلور پوليس وژلي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *