داعش خپل 120 غړي د کودتا په تور اعدام کړي
داعش خپل ۱۲۰ غړي د کودتا په تور اعدام کړي
دی کسانو غوښتل د البغدادي پر ضد کودتا وکړي
د کردستان د دموکراتیک ګوند استاځی سید ماموزینی چی د رسنیزو چارو مسوول دی، د « ال سوماریه » تلویزیونی کانال ته په دی هکله خبر تر څنګ ویلی چی، د « اسلامی دولت » د ډلی ۱۲۲ جنګیالی چی ۱۸ په کی سیمیز قوماندانان وو، د موصل په زوړ زندان کی د اعدام په سزا رسیدلی دی.
په اعدام شوو خلکو تور لګیدلی وو، چی غوښتل یی په نینوا کی د واک چاری د کودتاه له لاری خپلی کړی، د سوریی د راکه ښار په لور پرمخ ولاړ شی او بیا د « اسلامی دولت » د ډلی څخه بیل شی.
ماموزینی په دی هکله زیاتوی: « په وروستیو وختونو کی د « اسلامی دولت » په ډلی کی د « پیسو، واک او اغیز» له امله داخلی اختلافات له ورایه ښکاری چی له کبله یی په لسګونو تنه د ډلی غړی له منځه تللی دی.