امريکا له ترکيې غوښتي ترڅو د عراق ځمکنۍ بشپړتيا ته درنښت ولري او په دي هيواد کي په غير قانوني توگه خپل ځای پر ځای شوي سرتيري بيرته وباسي له دي سره ده ويلي امريکا به د داعش پر وړاندي له عراقي ځواکونو سره خ0,,18616829_303,00پلي مرستي ډیري کري

د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایدن له ترکیې غوښتي ترڅو خپل هغه سرتیري چې د عراق حکومت له خوښې پرته یې دې هیواد ته استولي بیرته وباسي. د سپینې ماڼۍ له لوری د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې بایډن د ترکیې له لومړي وزیر سره په ټلفوني خبرو کې له ده څخه غوښتي ترڅو د ترکیې ځمکنۍ بشپړتیا ته درنښت ولري. جوبایډن په دې هکله د عراق له لومړي وزیر حیدر عبادي سره هم خبرې کړي دي او په دې خبرو کې یې د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا د ملاتړ ترڅنګ یو ځل بیا ویلي چې د ترهګری پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د عراق له دولت سره ولاړ دي. عراق ته د ترکیې یو سل پنخوسو سرتیرو په استولو سره د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې شوې دي. عراق ددوی خاوري ته د ترکیې سرتیرو ورتګ تیری بولي خو ترکیه بیا وایي چې دا ځواکونه یې له عراقي چارواکیو سره دمخکینۍ هوکړې له مخې استولي .

بله خوا د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر د عراق له لومړي وزیر حیدر عبادي سره په خبرو کې ویلي امریکا به له داعش څخه د سیمو د پاکوالي په موخه له عراقي ځواکونو سره مرستې ته دوام ورکړي.

 .

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *