تحلیل(څیړنه): په افغانستان کې د داعش پرمختګ
په افغانستان کي د بهرنیو خواکونو لوی قومندان تیره اونی په هیواد کی د
داعش په هکله داگیزی خرگندونی درلودی جنرال جان کمپل وویل داعش د افغانستان په جلال آباد کی د یوه سیمه ایز مرکز د رامنخ ته کولو په هخه کی دی او له دی خایه هغه هیوادونه چی د ولایت نوم ورکرل شوی کنترول کری دده په وینا اوس مهال داعش له عراق او سوریی خخه د افغانستان شمال ختیخو او ختیخو سیمو ته د را لیزدولو په حال کی دی د ناتو دی خرگندونو خونری او کرکیچن پیام له خان سره درلود او په شه توگه یی د افغانستان حالات په داگه کرل
د ملي یوالي حکومت رامنځ ته کیدو ته لږه موده پاتې وه چې په افغانستان کې د داعش د شتون په تړاو خبرونه او ریپوتونه خپاره شول. امنیتي ادارو او بنسټونو په لومړیو کې په دې هکله تر ډیره غوږ نه ګراوه او په جدیت سره به یې ویل چې د داعش هیڅ غړی په افغانستان کې شتون نلري. په همدي لړ کې سي ان این د کابل په څنده کې د داعش په هکله یو ریپوټ خپور کړ وویل چې په دې هکله د افغان امنیتي ځواکونو څرګندونې له ریښتینولیه لري او دوی په دې هکله هیڅ ډول مالومات نلري له داسې پیښې چې لوی امنیتي ګواښ رامنځ ته کولای شي. پّ تیر او روان کال کې د هیوواد په ختیځ کې پر ملکي کسانو وژنې او د برمتې پیښو او له یو شمیر هیوادوالو یې د سرونو پریکولو د داعش شتون ریښتنۍ کړ، د هیواد چارواکیو هم دا ومنله چې د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې داعش شتون لري خو ددوی شتون ډير کمزوری دی او نشي کولای د هیواد امنیت ته ګواښ رامنځ ته کړي. خو کله چې د هیواد په ځینو سیمو په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د داعش د روزنې مرکزونو په هکله ریپوټونه ورکړل شول ددې وسله والې ډلې پر وړاندې غبرګونونو ته هم زور ورکړل شو او حتی په ولسي جرګه کې د ظاهر قدیر څرګندونې د بیلګې په ډول یادولای شو. هغه څرګندونې چې د هیواد ملی امنیت شورا او ځینې بهرنۍ کړۍ یې له داعش سره په لاس لرلو تورنې کړې او اوس په هیواد کې د ناتو لوی منشي واي چې دافغاسنتان په ختیځ کې د داعش وسله واله دله د یوه سیمه ایز مرکز د رامنخ ته کیدو هڅه کوي. له دې سره چې د ډیری د داعش وسله وال له سوریې او عراق څخه افغانستان ته راغلي د سیمې ځیني وسله وال او طالبان هم له دوی سره یوځای شوي دي. د طالبانو په منځ کې په بسیاري توګه واټن رامنځ ته شوی دی. او ټاکل شوې د طالبانو پروژه پای ته ورسیږي او د داعش په نامه د وسله والو نوې پروژه په لاره واچول شي او په دې سره به د سیمې امنیت د داعش له لوري ګواښل کیږي اوس مهال د ننګرهار ولایت د داعش د جګړې له لومړیو کرښو څخه شمیرل کیږي که چیرې افغان امنیتي څواکونه لاس په کار نشي او تر نږدې راتلونکې ددې ښکارندې جرړې له منځه یونسي ډیر ژربه جلال ابا د موصل په ښآر واوړي او په دې ولایت کې به د داعش اصلي مرکز رامنځ ته شي.
په داسی حالاتو کی د عربستان په مشری څلور دیرشو اسلامی هیوادونو د ترهگری پر وراندی ایتلاف رامنخ ته کری خو په دی ایتلاف کی مصر قطر عربی متحده امارات مالزیا ترکیه پاکستان او یو شمیر افریقایی هیوادونه گدون نلری عربستان له افغانستان خخه هم غوشتی ترخو له دی ایتلاف سره یو خای شی
بهرنیو چارو وزارت له دی سره ویلی د عربستاان سفیر له بهرنیو چارو وزیر خخه په تلفونی خبرو کی دا غوشتنه کری له دی سره بیره د یو شمیر عربی چاروکیو سره هم په خبرو کی له دی موضوع یادونه شوی ده
باید دي ته په تمه پاتی شو چی د عربستان غوښتنې ته به د افغان چارواکیو ځواب څه وي مخکې له دې هم عربستان د یوه ایتلاف په رامڼخ ته کولو سره د یمن په جګړې لاس پورې کړ او د دوی دا جګړه د حوثیانو پر وړاندې د اوتښتیدلي ولسمشر په ملاتړ وه ویل شوې په ډې نښتو کې د وسله والو ترځنګ تر ډیره ملکي کسان وژل شوي دي. دا عملیات او بریدونه له دې سره چې د یو شمیر بنسټونو له غبرګون سره مخ شوو خو د ځینې ادارو له معنی ډکې چوپتیا سره هم مخ شوي دي. د یمن په هلکه له دې سره چې په لومړیو کې د عربستان په مشری له ایتلافه ملاتړ وکړ خو وروسته بیا دا روښانه شوه چې دا د حکومت نظر نه وواو پر وړاندې یې ډیری غبرګونونه هم را وپاریدل. ولسي جرګې دې پریکړې ته هم خپل نظر څرګند کړ او په دې برخه کې یې بې پلویتوب غوره او د حکومت د بې پلوه تګلارې ملاتړ یې وکړهغه مهال داسې ښکارده چې ولسمشر یو لوری غوره کړیدی او دوی د دولت په استازیتوب پر ځینو کړنو لاس پورې کړی. او د ولسمشر ویاند په خپلو څرګندونو کې چې بیا یې هیڅکله ترې یادونه ونکړه وویل افغانستان یو خپلواک هیواد دی او د خپلو ګتو له مخې ځینې تګلارې لري او په بیلا بیلو نړیوالو برخو کې به له دی سیاستونو کار واخلي. اوس د ترهګرۍ پر وړانې د ایتلاف خبره را پورته شوې ده د هغه ترهګری پر وړاندې چې په تیره یوه لسیزه کې یې تر ډيره پرمختګ کړی او دا د هغه تګلارو او کړنو نتیجه ده چې د ترهګری پر وړاندې له یوې لسیزې راهیسې تر لاس لاندې نیول شوې دي. افغان حکومت باید په دې پوه شي چې له څه ډول پیښو سره مخ دی او باید په دې ایتلاف کې د ګډون ټولې لارې چارې وسنجوي.
افغانستان په تیره لسیزه کې د ترهګری پروړاندې د یوه لوی نړیوال ایتلاف د شتون شاهد دی هغه ایتلاف چې له څوارلسو کلونو وروسته یې پایله په صفر کې ضربولی شو. ترهګری تل هغه ګړي ته ورته وه چې تل یې سر پوښلی وو او له دې برخې ځواکمنو هیوادونو خپله ګته پورته کړې او د خپلې ګټې لپاره یې کارولې ده.
له دې مخې ترهګري له یوې سرګردانۍ پرته بل څه نه دي. اوس چې سعودي عربستان د ترهګرۍ پر وړاندې ایتلاف رامنځ ته کړی او ویل کیږي چې له افغانستانه یې هم په دې ایتلاف کې د ګډون غوښتنه کړې د نړیوال ایتلاف په څیر به له ستونزو سره مخ وي او پایلې به یې له صفر سره ضرب!.