لاوروف کردانو سره د «داعش» ډلی پر ضد جګړه کی د مرستی ژمنه وکړه
روسیه چمتو ده، ټولو هغو خلکو سره چی په نړی ګی، په سوریی کی د «اسلامی دولت» ډلی پر ضد جنګیږی، مرسته وکړی. په دی هکله څرګندونی د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف کړی دی.
د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د ترکیی د کردپلوه د خلکو د دموګراتیک ګوند مشر د صالح الدین دیمیرتاش سره د کتنی مخکی څرګنده کړه:« ډیره مهمه دا ده، چی ټول هغه خلک، چی د«داعش» پر ضد د پریکندی مبارزی هوډ لری، سره راغونډ شی».
په روسیه کی په دی اند دی، چی د سوریی خلک، د عراق خلک او کردان د دی حق لری، چی د تروریستان سره وسله په لاس مبارزه وکړی. د روسیی د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه، چی د سوریی د دولت په غوښتنه روسیه چمتو ده، چی د تروریستانو پر ضد جګړه کی هغو خلکو سره چی د دغو ظالمانو سره په جګړه کی ښکیل دی، مرسته وکړی.