د امریکا ميسي سيپي، تنسي او ارکانسای په ایالتونو کې د زورې بادلګېدنې له امله ۷ تنه وژل شوي، دوه تنه تري تم او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه زورور توفان تېره ورځ ( چهارشنبې) له مازديګر وروسته را لوتلی دیB44C3375-F2E5-424D-A788-754956151330_w640_r1_s.

د وژل شویو په ډله کې یو اووه کلن ماشوم هم شامل دی.

د چارواکو پر خبره، د ارکانسا په ایالت کې یوه ۱۸ کلنه مېرمن وژل شوي او په تنسي ایالت کې د یو کور د وېجاړېدو له امله یو تن بل وژل شوی دی.

د ویجاړو شویو کورنیو په منځ کې دوه تنه تري تم دي او ۴۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغې طبیعي پېښې له امله د رسېدلو مالي زیاتونو کره شمېر معلوم نه دی.

خو د راپورونو له مخې شاوخوا ۴۰ کورونه نړېدلي دي او په واټونو او سرکونو کې د تګ را تګ چارې له ستونزې سره مخ شوي دي.

د ۲۰۱۴ م ز کال د جون له میاشتې راهیسې دا لومړی زورو توفان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې زیات شمېر امریکایان د میلادي کال په رخصتیو کې د امریکا سویلې ګرمو سیمو ته تللي و.

ویل کېږي، چې تر اوسه پورې د توفان خطر لا نه دی کم شوی او د امریکا په تنسي، میسی سپي او ارکانسا ایالتونو کې ۳،۷ میلیونه انسان باد ګواښلي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *