د ترکيې هوايي ډګر چاودنه کې يوه مېرمن وژل شوې
د استانبول ښار هوايي ډګر چاودنه کې يوه مېرمن وژل شوي دی.
د چهارشنبې پر ورځ (۲۳ ډسمبر) د ترکيې رسنيو خبر ورکړ چې د استانبول ښار په صبيحه ګوکجن هوايي ډګر کې يو چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې يوه مېرمن وژل شوې او بل کس ټپي دی
.
چاودنه کې وژل شوې، مېرمنه ده چې د شپې له خوا يې د پاکوونکې په توګه د يوه هوايي شرکت لپاره کار کاوه.
راپورونه ښيي په دغه چاودنه کې درې الوتکو ته هم زيان رسېدلی دی.
د ځيو راپورونو له مخې الوتکې یو له بله د درې سوه مېترو په واټن ولاړې وې. ويل کېږي د چاودنې په ځای کې مسافر نه وو.
د ترکيې پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د هوايي ډګر کارکوونکي وايي د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.
په تېرو يولسو مياشتو کې شاوخوا ۲۶ ميليونه مسافرو د صحبيحه ګوکجن هوايي ډکر له لارې سفر کړی دی.
د تېرو څو مياشتو په موده کې په ترکيه کې يو لړ چاودنې او بريدونه شوي، حکومت يې پړه پر “داعش” نومې ډله او د کوردانو پر کارګر ګوند پي کې کې اچوي.