داعش د عراق د موصل ښار ته نږدي اتيا تنه ، چې د قانون اجراکونکې مامورين هم پکې شامل ول ، په ډزو سره ووژل. دامطلب د عراق السومرية تلويزونې چينل د خپل خبريال له قوله ورکړی دي.

« د «داعش» وسله والو ۸۰ تنه اعدام کړل چې په دغو کسانو کې پوليس ، پو ځيان چې د دغې ډلې د ايډيالوژۍ سره مخالف ول د نينوا ولايت په مرکز « چې پلاز058954مېنه يي موصل دي» د الغزالي په پوځي کمپ کې تيرباران کړي دي » — دامطلب تلويزيون ته ځايي منبع چې د نوم د ښودلو څخه يي ډډه کړي ورکړی دي ، د دغه منبع په قول تر هګرو دغه کسان د جاسوسۍ او د دولت سره د همکارۍ په تور اعدام کړل.

د عراق د و هم لوی ښار موصل په ۲۰۱۴ کال د جون پر لسمه نيټه د مقاومت پرته د «اسلامي دولت» لاسته ورغي. دعراق صدراعظم حيدر العبادي ویلي دي، چې د موصل ښار به د وسله والو کسانو څخه وروسټه له هغې، چې په الرمادي کې پوځي عمليات په بشپړه توګه پای ته ورسيږي، ازاد کړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *