د امریکا بي ۵۲ ډوله الوتکو پر سویلي کوریا الوتنې کړې
د شمالي کوریا له لوري د هایډروجن بم له ازموینې وروسته د امریکا متحدو ایالتونو بي ۵۲ ډوله الوتکو د قوت څرګندونې په موخه د سویلي کوریا د پاسه الوتنې کړې.
دغو الوتکو شمالي پولې ته څېرمه د هوايي اډې د پاسه الوتنې کړې
.
د شمالي کوریا مشر کیم جون ایل وايي، د هایډروجن بم ازموینه له امریکا سره د اتومي جګړې مخنیوي لړ کې د خپل هېواد دفاع لپاره پورته شوی ګام دی.
د شمالي کوریا دولتي رسنیو د نوموړي له قوله ویلي: ” دا د یوه خپلواک هېواد قانوني حق دی او یوه سمه کړنه ده، چې هېڅوک پرې د نیوکې کولو حق نه لري.”
امریکا متحده ایالات، چې د سویلي کوریا اتحادي دی، وايي د بي ۵۲ ډوله الوتکو الوتنې د شمالي کوریا پارونکې چارې ځواب دی.
د یونهیپ په وینا واشنګټن سیمې ته د الوتکو درلودونکې بېړۍ پر لیږلو غور کوي.
بل لور ته د بي ۵۲ الوتکو د الوت په اړه تر اوسه د شمالي کوریا غبرګون نه دی څرګند شوی.
ښايي د شمالي کوریا د هایډروجن بم ازموینې تایید تر اونیو پورې وخت ونیسي، خو ماهرین وايي چاودنه دومره لویه نه وه، چې د دغه ډول الې پر مټ ترسره شوې وي.