براتلونکې میاشتې څخه به برېتانوي ولیس د جنایتونو په اړه خپلو احصاییوکې د مسلمانانو پر ضد د کرکې جنایتونه ثبتول پيلوي.

دا د دې لپاره چې دوي وپوهېږي چې څومره مسلمانان د هغوې د عقیدې له امله ځورول کېږي. دغه راز ددې پرېکړې له مخې به د لومړي ځل لپاره د نورو عقیدو لرونکو په اړه هم چې د جنایتونو هدف ګرځول کېږي، شمېر ثبتیږي.

په برېتانيا کې اسلامي ډلو د دې کار ملاتړکړی، ځکه هغوې اندېښمن دي چې په اوسني وخت کې د دغسې پېښو په اړه کافي رپوټونه نه ورکول کېږي. ددې پرېکړې له مخې به له اسلام نه د وېرې قضېې د یهودانو پر ضد جنایتونه د قضیو په څېر ثبتېږي.

د مثال په 160327110020_muslim_police_640x360_getty_nocreditتوګه د هغې ښځې قضیه چې څو میاشتې مخکې یوې چایخانې ته تللې وه. د دې پر ځاې چې د انګلستان د شمالي ښار، بلیکبرن دا ځوانه مسلمانه ښځه د خپل کالج له ملګرو سره یو ځاې چایځي کې په خوښۍ سره ډوډۍ وخوري، له یو وېرونکي حالت سره مخامخ شوې وه.

هغه وايی “یوې ښځې چې هلته نژدې د یو بل میز تر شا ناسته وه ورته بدې خبرې او سپکې سپورې ویلې وې”.

هغه فکر کوي چې ځکه يی ورته دا بدې خبرې کړې وې چې پوړنی يې په سر کړى و. دا ښځه نه غواړي چې هویت ېې څرګند شي. هغه وايي: “هغوی په لوړ غږ ویل چټل مهاجرین، هغوې زه او زما ملګري د چټلو مهاجرینو په نامه یاد کړل او موږ ته ېې ښکنځلې کولې،دا يوه ويرونکې او له وحشته ډکه کړنه وه”.

هغه اوس له وېرې یواځې له کوره بهر نه وځي.

د هغې مور د دې پېښې په اړه پولیسوته خبرورکړ، خو د حیرانتیا وړ خبره دا وه چې دغو پولیسو چې وروسته ېې د دوې له کوره کتنه وکړه، فکر نه کاوه چې دا ښځه به د مسلمانې په توګه د کرکې هدف ګرځول شوې وي.

هغه وايی: “پولیسو ان دا قضیه له اسلام نه د وېرې تيري (Islamophobic attack ) دقانون سره سم ثبت هم نه کړه، هغوی حتی خبر هم نه وو چې داسې شی شته، دا د حیرانتیا وړ خبره وه، ما ورته وویل نه، ما په دې اړه یو سیمینار کې ګډون کړی و،نو ځکه درته دا خبره کوم، هغې وویل وبښه، ما دا کلیمه حتی اورېدلې هم نه ده”.

دا د حیرانتیا وړ ده ځکه څو کلونه کېږي چې د انگلستان لانکاشایر د سيمې پولیس د مسلمانانو پر ضد د کرکې جنایتونو شمېرې ثبتوي. هغوې په یوې وینا کې بي بي سي ته وویل: “کله چې موږ ته د دې پېښې رپوټ راورسېد زموږ د مخابراتو څانګې فورا دا قضیه له اسلام نه د وېرې تر عنوان لاندې ثبت کړه او قرباني يې په بالقوه ډول د زیانمنېدونکې شخص په توګه وګڼل شوه. موږ د خپل ثبت د پروسو له لارې له اسلام نه د وېرې د کرکې جنایت په رسمیت پېژنو او په دې توګه دا مذهبي عنصر د ځورول شوي مذهب په څانګې کې ثبتوو”.

د اپریل له لومړۍ نېټې څخه به د انګلستان او ویلز د پولیسو ټول ۴۳ ځواکونه د مسلمانانو پر ضد د کرکې د جنایتونو په احصاییو کې د یوې جلا کتګورۍ په توګه ثبتوي.

هیله کېږي چې دې سره به دا په ښۀ توگه معلومه شي چې دا ډول څومره جنایتونه کېږي او چیرې ترسره کېږي.

د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ ترمنځ مودې کې په انګلستان او ویلز کې د مذهب په تړاو جنایتونو شمېره څه باندې ۲۰۰۰ وه.

د تېرکال په پرتله دا شمېره ۴۵ سلنه زیاته شوې ده. فکر کېږي چې تقریبا نیمايي برخه دا ډول جنایتونه د مسلمانانو پر ضد شوي دي.

د کرکې جنایتونو به برخه کې د هېواد د پولیسو د مشرانو د شورا ویاند، پاول جیاناسي، وايی د دقیقو ارقامو ترلاسه کول به مرسته وکړي چې موږ لا په ښه ډول پوه شو چې د عامو خلکو په کچه څه پېښېږي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *