څو ساعته وروسته له هغه چې د سوریې امنیتي ځواکونو د تدمر ښار له اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې بېرته ونیوه، ددې لرغوني سیمې نوي انځورونه خپاره شوي دي.

د یونسکو نړیوال میراث دا انځورونه د داعش لس میاشتني اشغال په موده کې د تدمر ویجاړی بربنډوي160328101532_pp_palmyra6_624x351_afp_nocredit.

که څه هم ځېنې ارزښتناک ځایونه یې ویجاړ شوي، خو ویل کېږي ددې لرغوني ښار ډېره برخه پر خپل حال پاتې ده.

د سوریې د لرغونو میراثونو د سازمان رییس مامون عبدالکریم وایي، چارواکو “د لا بدو ورانیو انتظار درلود.”

 د بعل معبد د ننوتو دروازې پاتې برخه چې داعش په سپتمبر میاشت کې والوزوله.

خو هغه فرانس پرېس ته ویلي، “د سیمې عمومي منظر ښه وضعیت لري”

د سوریې ولسمشر بشار الاسد له داعش څخه د تدمر بېرته نیول له “ترهګرۍ سره جګړه کې” “مهمه لاسته راوړنه” بللې ده.

پوځي سرچینې وایي، د سوریې پوځيان د روسي الوتکو په مرسته له څو ورځو جګړو وروسته د تدمر ښار او ورڅېرمه لرغوني ودانۍ “بشپړ کنټرول” ترلاسه کړی دی.

د کرملین ویاند ویلي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، بشار الاسد ته ددې بریا مبارکي ورکړې ده.

کرملین ویلي، ښاغلی اسد پوهېده چې د تدمر عملیات “د روسیې له ملاتړ پرته ممکنه نه و.”

داعش د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې د تدمر ښار او ورڅېرمه لرغونې ودانۍ له دولتي ځواکونو ونیولې. دې ډلې له ځنډ پرته هغه لرغونپوه وواژه چې ۴۰ کاله ددې لرغوني سیمې د ساتنې مسوول وو.

تدمر د پلازمېنې دمشق او د هېواد په ختیځ کې د دیرالزور ښار په مسیر کې پرته مهمه ستراتیژیکه سیمه ده. دیرالزور اوسمهال د داعش په ولکه کې ده.

داعش د تدمر تر نیولو وروسته د لرغونو اثارو ځېنې برخې لکه ۲۰۰۰ کلن معبد، د نصرت طاق او د مړو یادګار څلي ویجاړ کړل چې له نړیوالې غصې او غندنې سره مل و.

داعش دا اثار د شرک او بُت پرستۍ نښه بولي.

د سوریې پر بشري حقونو د څار ډله چې برېتانیا کې ده وویل، د تدمر په جګړه کې د داعش لږ ترلږه ۴۰۰ جنګیالي وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ د یوې وینا په خپرولو سره وویل، د داعش ۱۵۸ځایونه یې په نښه کړي او تر ۱۰۰ ډېر جنګیالي یې وژلي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *