حکمت کرزی وایی “… هغه ډاډ چې د پاکستان له خوا راکړل شوی وو هغه ژمنې نه دي پلي شوي”.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سولې او ډیموکراسۍ په اړه په کابل کې د دوه ورځینۍ غونډې د پرانیستلو په وخت وویل چې د سولې د لارې په نقشه کې څلورو هیوادونو ته د مخ پروړاندې تګ لپاره یو لړ ټکي په پام کې نیول شوي وو.

ښاغلي کرزي وویل چې په کابل کې د څلوراړخیزې غونډې برخه وال په دې هکله چې له کومو ډلو سره باید خبرې وشي او  د دې کار لپاره په یولړ مختلفو ارزونو ترسره کولو پر سر موافقه شوې وه ، چې له مخې دا معلومول په کار وو چې کومې ډلې پخلاینې ته چمتو دي او کومې یې نه دي08E473DC-A29D-4368-BCDF-8D491899C7FE_w640_r1_s_cx41_cy4_cw59.

حکمت کرزي وویل ” د دغو ارزونو وروسته هغوی چې پخلاینې ته چمتو نه دي د هغوی پر وړاندې به د دغو څلورو هیوادونو چلند څه وي. او دا وګڼل شوه چې دا ټول څلور هیوادونه به د دغسې ډلو پر وړاندې د ټولو اړینو وسایلو او اقداماتو څخه کار واخلي”.

دا غونډه د سولې او ډموکراسۍ د یوشانتوب یا اکولتي فار پیس اینډ ډموکراسي د ادارې په نوښت جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل، چې د دغو غونډو په تعقیب په کابل کې د څلوروهیوادونو په غونډه کې د لارې په نقشې باندې موافقه وشوه چې څلور پړاونه په کې په پام کې نیول شوي وو.

هغه وویل لومړی پړاو یې اساسات وو، چې په کې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې د خبرو په دوام باندې او هم د خبرو وړاندې د مخکینو شرطونو په نه ایښودلو ټینګار شوی وو.

ښاغلي کرزي وویل ” درې نور عوامل هم د سولې لارې په نقشه کې شامل وو، چې یو یې د مخامخ خبرو د پیل وړاندې خبرې، دوهم یې خبرې او درییمه برخه کې عملي اقدامات وو”.

هغه وویل، چې په دې نقشه کې د هرهیواد رول او مسولیتونه څرګند شوي وو، چې په مجموعي توګه یې شمیر شپږویشتو ته رسیده.

ښاغلي کرزي د سولې د روانو هڅو د اوسني وضعیت په باب وویل، چې په څلوراړخیزه غونډه کې دا پریکړه شوې وه، چې پاکستان به د مارچ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په پاکستان کې د افغان حکومت د استازو او د طالبانو د ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو د یوې غونډې کوربه شي.

هغه وویل ” مونږ ددغې غونډې په هکله ډاډه او خوشبینه وو، خو داسې ښکاري هغه ډاډ چې د پاکستان له خوا راکړل شوی وو هغه ژمنې نه دي پلي شوي”.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل، چې افغان حکومت په منظمه توګه په دې هکله له خپلو ملګرو سره په تماس کې دی او اوس غواړي چې له امریکایي او چینایي دوستانو سره هم په دې هکله خبرې وکړي او دا معلومه کړي چې څنګه پرمخ لاړ شو.

هغه وویل چې د څلوراړخیزې غونډې ګډونوالو په لومړي ځل د کاغذ پرمخ ډیر پرمختګ کړی، خو کله چې خبره عمل ته رسیدلې ده نو څلور هیوادونه او په ځانګړي ډول ګاونډي هیواد ته عمل کول په کار دی.

ښاغلي کرزي وویل ” ترټولو مهمه د اقداماتو ترسره کول دي، په افغانستان کې تمه دا ده چې ډاډه شي چې په څلوراړخیزې غونډې کې هغو هیوادونو چې د ځانګړي اقداماتو ترسره کولو هوډ کړی دغه اقدامات ترسره شي “.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل چې د دغو هیوادونو دا پریکړه چې هغه ډلې چې پخلاینې ته چمتو نه دي نو باید پر وړاندې یې ځانګړي اقدام وشي. حکمت خلیل کرزي وویل چې افغانستان لا تراوسه دغسې اقدامات نه دي لیدلي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *