چارچينو كې د طالبانو تازه بريدونه، ۱۲ افغان سرتېري او ۲۸ وسله وال مړه

چارچينو كې د طالبانو تازه بريدونه، ۱۲ افغان سرتېري او ۲۸ وسله وال مړه د ارزګان چارواكي وايي، د وسله والو طالبانو ا و  افغان ځواكونو ترمنځ له ۱۳ ورځو راهيسې1amneyat-1399372671 روانه جګړه بيګا شپه سخته شوې چې په ترڅ كې يې ۱۲ افغان سرتېري او ۲۸ طالبان وژل شوي دي.

د ارزګان د چارچينو امنيه قومندان ولي داد كليد ته وايي، په بيګانۍ جګړه كې ۱۲ افغان سرتېري وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي، خو د طالبانو لوري ته بيا ۲۸ وسله وال مړه شوي او ۴۷ ټپيان شوي دي.

قومندان زياته كړه، طالبانو تر اوسه د امنيتي ځواكونو ۱۲ پوستې نيولي او كه په سيمه كې افغان ځواكونو ته مرستې ونه رسېږي نو دا ولسوالي به سقوط وكړي: (( په جګړه كې د امنيتي ځواكونو د ستړيا په خاطر يو شمېر سيمې وسله والو ته پرېښودل شوي دي، كه مرسته راورسېږي بېرته يې ترې ژر تر ژره نيسو.))

په عین وخت د دولت وسله وال مخالفین هم د چارچینو په جګړه کې د خپلو لاسته راوړنو خبر ورکوي.

د طالبانو  وياند قاري يوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې طالبانو په چارچينو ولسوالۍ کې تر اوسه ١٠ امنيتي پوستې نيولې دي او جګړه لا هم روانه ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *