په ادلیب ولایت کې یو ځل بیا هوایي بریدونه تر سره شوې
په ادلیب ولایت کې یو ځل بیا هوایي بریدونه تر سره شوې چې له امله یې لس کسان وژل شوي دي ویل شوي چې دا برید د سوریې دولت له لوري تر سره شوی دی.
په حلب کې اوربند خپله عادي بڼه خپله کړې خو اوس هم ددې ښار د اوسیدونکو په زړونو کې ډار او ویره شتون لري.
منتصر خطاب – “د اوربند تر سیوری لاندی ژوند آرامښت بښونکی دی خو مونږ د توغندیو له بریدونو او جګړې له بیا پیلیدو په ویره کې یو خو اوس د اوربند په فضا کې د آرامښت احساس کوو ځکه کولای شو ښار ته لاړ شو او د اړتیا وړ توکي چمتو کړو خو زمونږ اندیښنه دا ده که چیرې بیا جګړه پیل شي او وسله والې ډلې بیا را وګرځي مونږ چاته شکایت وکړو.”
خو د دمشق دولت په حلب کې د تل پاتې اوربند لپاره ژمنتیا ښودلی ده دوی ویلي په ډې ښا رکې به اوربند تر هغې دوام ولري ترڅو چې ددوی ځواکونو ته کوم ګواښ پیښ نشي په دې ښار کې اوربند تیره ورځ یوځل بیا تر دوه اویا ساعتونو غځول شوی دی.
