د سوريې په هکله د امريکا او روسيي ترمنځ ناندرۍ ډيرې شوې
د سوريې په هکله د امريکا او روسيي ترمنځ ناندرۍ ډيرې شوې او دواړه خواوي يو او بل له ترهگرو په ملاتړ تورنوي په داسي حال کي چي روسيي امريکا د ترهگرو ډلو په بيل والي کې په پاتې راتلو تورنه کړې خو سپينه ماڼۍ بيا وايي چي روسيه په سوريه کې د ترهگرۍ د ديرښت لامل گرځيدلې ده
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي په سوریه کې د روسیې د بریدونو ډیرښت منځلارې ځپلې او د بشار اسد رژیم پر وړاندې یې د ترهګریزو ډلو ځواک ډیر کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي: د سوریې او روسیې هوایي بریدونو حالات کړکیچن کړي. امریکا روسیه ګواښلې چې د سوریې په هکله له دې هیواد سره به خپلې اړیکې بندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې امریکاتورنه کړې چې له څو ځله خبرو وروسته بیا هم دا هیواد نغواړي او یا هم نشي کولای چې د ترهګریزو او منځلارو وسله والو توپیر وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له یوې نړیوالې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: مونږ پّ دې فکر کې یو چې امریکا له لومړیو غوښتل ترڅو النصره ډله په خپل حال وساتي چې کیدای شي پّ راتلونکې کې د اړتیا پر مهال یې د بشار اسد پر وړاندې وکاروي.
خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روسیې بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې د خندا وړ ښودلې او خبریالانو ته ویلي، امریکا له میاشتو راهیسې د النصرې جبهې پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي ځکه دوی اوس مهال د ملکي کسانو ترمنځ ځانونه پټ کړي دي.
سرګي لاوروف د امریکا له بهرنیو چارو وزیر څخه غوښتي ترڅو د منځلارو او ترهګرو ډلو ترمنځ توپیر پیل کړي خو امریکا دا مسله پر وسله والو د روسیې او سوریې له هوایي بریدونو سره تړلې ده.
د جمعې په ورځ په حلب کې دولتي سرتیري او وسله وال سره نښتي دي په داسې حال کې چې دولتي سرتیري د روسیې د هوایي بریدونو په مرسته غواړي دا ښار له وسله والو پاک کړي.