د پاکستان او هند ترمنځ شخړې ډيرې شوط دي

د پاکستان او هند ترمنځ شخړې ډيرې شوط دي   هند پولي ته نږدې له سيمي يو شمير ملکي کسان ايستلي دي په ورته حال کي د پاکستان د پوځ ستر درستيز هند ته خبرداری ورکړی چي د هند هر ډول پوله ايز خوځښت ته به ځواب ورکړي

له هند سره ګډې پولې ته نږدې د هندي پوځ په بریدونوکې د دوه پاکستاني پوځیان وژل کیدو د دواړو هیوادونو ترمنځ ناندریو ته زور ورکړی. په داسې حال کې چې هند له پوله ایزو سیمو د خلکو ایستل پیل کړي خو سیمه ایزو اوسیدونکو ویلي چې دوی ویره نلري او باید د دواړو هیوادونو دولتونه هم شخړو ته له لمن وهلو ډډه وکړي.

“هیڅ ډول ویره شتون نلري. د پاکستان له لوري د ګواښ نښې نښانې نه لیدل کیږي مونږ دوه کاله جنګیدلي یو او هره ورځ د جګړې په حال کې یو او اوس باید په هند کې د جګړې ویره شتون ونلري مونږ ددې پر ځای چې ویره خوره کړو باید یوه بل ته روحیه ورکړو.”

پاکستاني لوري هم دې ته ځواب ورکړی او هند ته یې خبرداری ورکړی چې ددوی هر ډول پوځي خوځښت به د پاکستان له غبرګون سره مخ شي. د پآکستان ستر درستیز له هند سره پوله ایز حالت ماتیدونکی ښودلی دی.

بله خوا د ملگرو ملتونو لوي منشي بانکي مون د جمعي په ورخ د هند او پاکستان ترمنخ د پوله ايزي ستونزي د هواري لپاره منخگريتوب ته د چمتوالي اعلان کري دي   دا په داسي حال کي ده چي په ملگرو ملتونو کي د پاکستان استازي له شاغلي مون سره د ليدني پر مهال له دوي خخه د دوارو هيوادونو ترمنخ د ستونزو هواري په موخه ددوي د مداخلي غوشتنه وکره له دي سره هند هم ويلي چي په سيمه کي د شخرو د ديرشت غوشتونکي ندي   د ملگرو ملتونو په دي اعلاميه کي له هند او پاکستان خخه غوشتل شوي ترخو د ستونزو د هواري لپاره کار وکري او له صبر او حوصلي خخه کار واخلي

د دوارو هيوادونو اريکي له هغه وروسته تر ديره ترينگلي شوي کله چي د هند تر واک لاندي په کشمير کي يو شمير بريدگرو په دله ايزه توگه پر يوه پوخي مرکز بريد ورکر او اتلس هندي سرتيري يي ووژل

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *