مصر د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وغورځوله
مصر د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه وغورځوله
د مصري هوايي ځواک د امریکا یوه بې پیلوټه جاسوسي الوتکه وغورځوله.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې، د مصر یو پوځي کارپوه نن اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه غورځولې ده.
«حسام سویلم» د ال. تي. سي شبکې سره په خبرو کې وویل، چې دغه جاسوسي الوتکه، چې د معلوماتو پر راټولو بوخت وو، او د امریکا د شپږم هوايي کڼدک پورې تړلی و، د مصر د هوايي ځواکونو په راکټي برید کې رانسکوره شوه.
د ده په وینا دغه الوتکه د امریکا د پوځ له مدرنو او پرمختللو الوتکو څخه ګڼل کېږي، چې تر ډېره په افغانستان کې ترې کار اخیستل کېږي.