د کانگرس ماڼۍ ته نژدې ډزي شوي
واشنگټن ډي سي په ښار کې د کانگرس ماڼۍ ته نژدې په هغه ځاي کې چې هلته سیلانیان راغونډیږي، ډزي وشوی او د هغې نه ورسته پولیسو دغه سیمه محاصره کړه
عیني شاهدان وایي چې هغوي یو کس د کانگرس د ماڼۍ خوا ته لیدلی وو چې ټوپک ورسره وو
.
رپورټونه واېي کله چې هغه د محافظینو د څارنی د دروازی نه راتیریده نو د خبردارۍ نښه ولیدل شوه او هغه په دغه وخت کې خپل ټوپک را وویست.
یو پولیس چې په هغه ځاي کې ولاړ وو په هغه یی ډزی وکړی او هغه یی زخمي کړ. داسي ویل کیږي چې د هغه زخمونه سخت نه دی او روغتون ته انتقال شویدی.
او هم په دغو ډزو کې یو ښځه زخمي شوي هم ده.